نبيل: حکومت د امنيت په ټنګښت او د فساد په له منځه وړولو کې پاتې راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۳)

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئيس او د ملي محور ګوند مشر رحمت الله نبيل وايي، حکومت د امنيت په ټنګښت او د فساد په له منځه وړلو کې پاتې راغلی او هغه ژمنې له خلکو سره يې کړې وې نه دي عملي کړي.

نوموړي اريانا نيوز ته ويلي، په حکومت کې په سيستماتيک ډول فساد روان دی او حکومت د لويو فسادګرو پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی کړی.

د نبيل په وينا، حکومت د خلکو د غوښتنو د عملي کولو پر ځای سياسي معاملې کوي چې دا به په راتلونکې کې ناوړه پايلې ولري.

هغه وويل، د حکومت له کمزورې رهبرۍ، شيندل شويو مشرانو له وضعيت، د امنيت د راوستلو او اقتصادي پياوړتيا له درواغو ژمنو ښکاري چې د هېواد وضعيت ورځ تر بلې د بحران خواته روان دی.

نوموړي د حکومت پر مشر غني نيوکه وکړه چې دولتي قراردادونه يواځې هغو کسانو ته ورکوي چې په راتلونکو ټاکنو کې ترې د ملاتړ هيله لري او پخوا يې هم د اقتصادي پياوړتيا او د امنيت د ښه کېدو ژمنې يواځې د انتخاباتو کمپاين لپاره وې په عمل کې يې هيڅ نه دي کړي.

د نبيل په خبره، ښکاره مثال يې د هغه ځمکې قرارداد دی چې د ميدان هوايي لپاره د الکوزي شرکت ته ورکړل شوی ترڅو ترې په راتلونکو انتخاباتو کې ملاتړ او له هغوی مرسته واخلي.

نوموړی وايي، که حکومتي مشران د ملي مسايلو پر ځای خپلې سياسي ګټې په نظر کې ونيسي نو هېواد به د يو ستر بحران سره مخ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close