نبي علیه السلام ته د سپکاوي بدې پایلې!

ژباړنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

هالنډیان دي یو ځل د تاریخ پاڼه وګوري؛ نبوي سیرت دي وڅاري، چې د ديني ارزښتونو، په تېره بیا د “محمد” (صلی الله علیه و سلم) توهین او سپکاوی کومې بدې پایلې لري.

یواځې هالنډیان نه دي، چې و دې بدې او بوږنوونکې کړنې ته یې ناولې مټې را نغښتې، بلکې د تاریخ په اوږدو کې ډېرو بد مرغه څېرو دېته ورته جنایت تر سره کړی، چې اوس هم د تاریخ په سپینو پاڼو کې د نفرت او کرکې تر تور عنوان لاندې درج دي.

چا چې یاد شوم عمل تر سره کړی؛ هغوی د اخروي عذابونو تر څنګ، دنیوي ربړونه او کړاوونه ليدلي او ګاللي دي.

د سیرت له زرینو پاڼو نه، څو داسې منحوسې څېرې در پېژنم، چې هغوی د “محمد رسول الله” (صلی الله علیه و اله و سلم) سپکاوی کړی – العیاذ بالله.

علامه شهاب الدین الوسي – رحمه الله تعالی – د طبراني، بیهقي، او ابو نعیم په حواله، د دې ایت ({انا كفيناك المستهزئين}) په تفسیر کې لیکي: هغه کفار چې د استهزاء (ملنډو) په توګه یې د نبي علیه السلام مبارک توهین کاوه، پنځه (۵) وګړي وو:

وليد د مغيرة زوی، اسود د عبد يغوث زوی، اسود د مطلب زوی، حارث د عطيل السهمي زوی او عاص د وائل زوی و.

یوه ورځ جبرائیل علیه السلام، نبي علیه السلام ته راغلی. هغه مبارک د یادو وګړو په اړه ور ته شکایت وکړ.

[هغه علیه السلام مبارک یو، یو ور ته په ګوته کاوه]

لومړی یې “ولید” ور ته په ګوته کړ. جبرائیل علیه السلام د هغه و حیاتي رګ ته اشاره وکړه. نبي علیه السلام مبارک ور ته ویل: څه دې پرې و نه کړل. هغه مبارک ور ته ویل: کار مې وکړ. بیا یې اسود ور و ښوود. هغه مبارک یې سترګو ته اشاره وکړه. هغه علیه السلام د تېر په څېر ورته ویل: څه دي پرې و نه کړل. هغه مبارک ور ته ویل: کار مې وکړ. د تېر په څېر یې د “اسود بن عبد یغوث” و سر، او د حارث و نس، د عاص د پښې و تلې ته اشاره وکړه. هر ځل نبي علیه السلام ور ته ویل: څه دې پرې و نکړل. د جبرائیل علیه السلام ځواب داو، چې کار مې وکړ.

د وخت په اوږدو کې، د ولید د تن په حیاتي رګ، د “خزاعة” د ټبر د یو وګړي غشی ور سم شو، همدا یې د مړینې لامل شو.

اسود، د مطلب زوی تر یوه درخته لاندې دمه شو، سوې کړیکه یې له خولې نه ووته، ویلې: ولي مې نه ژغورئ! مړ شوم، په سترګو کې اغزي را ټومبل کېږي، هغوی چار چاپېره ترې تاودي، ورته یې کړه: یو څه هم نشته. په همدې حالت و، تر څو یې سترګې ړندې شوې.

د اسود د عبد یغوث د زوی په سر کې يو ډول دانې را و ټوکېدې، همغه یې د مرګ لامل شوې.

د حارث له نسه ژړو اوبو او ژوو لاره وکړه، تر دې چې قاذورات (ګندګي) یې تر خوله را وتل.

عاص، طایف ته په لاره و، چې په پښه کې یې اغزی ننوت، له هغه نه و مړ.

[ تفسير الألوسي = روح المعاني، ٣٢٨/٧]

هوکې دا هغه پنځه وګړي وو، چې د اسلام د ستر لارښوود (محمد – صلی الله علیه و اله و سلم) سپکاوی یې کاوه، د هغه مبارک په لوړ شان یې ملنډې وهلې.

یوه بله ناولې او بد رنګه څېره، چې ورته توهین او بده کړنه یې تر سره کړې یو نصرانی وکړی و.

امام بخاري – رحمه الله – له “انس بن مالک” – رضی الله تعالی عنه – نه روایت کوي یاد نصراني وګړي اسلام قبول کړ، د “بقرة” او “ال عمران” سورتونه یې زده کړل، نبي علیه السلام مبارک ته یې وحیه لیکله؛ بیرته نصرانیت ته واوښت. ویلې: – العیاذ بالله – د محمد یواځې هغه څه زده و، چې ما ور ته لیکل. لوی الله پاک ترې ناپاکه اروا وایسته. هغوی چې کله دفن کړ، په سبا د زمکې پر سر پروت و، هغوی یو، بل ته کړه دا کار د محمد او د هغه د ملګرو ده، کله چې هغه یې له دین نه و تښتېد، اوس دوی د هغه له قبر نه خاورې اړوي او را وباسي یې. بیا یې ورته له خپل توان سره سم ژور قبر وکیندل، هغلته یې دفن کړ؛ خو بیا هم نوموړی په سبا د زمکې پر سر پروت و. هغوی و پتېیله، چې دا بشري کار نه دی؛ نو هغلته یې پرېښوود.

أخرجه البخاري من حديث أنس بن مالك – رضی الله تعالی عنه.

 زمکې پر سید الکونین غیرت وکړ، داسې ناولې تنه یې په خپل تل کې پرې نښووده، کومې چې د نبي علیه السلام شان ته سپکاوی کړی و.

كسری چې یواځې د نبوي لیک سپکاوی وکړ، هغه یې ټوټه ټوته کړ! بیا د کسری شوکت او دبدبه تر کومه بریده و رسېده.

د نړۍکفارو تاسو دي خبر یئ، چې له نبي علیه السلام سره، الله پاک عهد او پیمان کړی، چې تا ته سپکاوی کوونکي، ستا په لوړ شان ملنډي و هونکي او ستا په مقدسو اهدافو تېری کوونکي به هرو مرو د اخروي عذاب تر څنګ د دنیوي ذلت او سختو کړاوونو سره لاس او ګرېوان کېږي.

وصدق ربنا حيث قال : {إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ } (الحجر 95 ).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close