نتنیاهو: بانکي مون ترهګرۍ ته لمن وهي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۰۷ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د اسرائيلو لمړي وزیر د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د هغه خبرو په غبرګون کې، چې هغه د فلسطینیانو وسله وال خوځښت د هغوی انساني حق بللی، د فلسطینیانو ترورېستي اعمالو ته هڅول بللي دي.
بانکي مون ویلي وو چې ځورېدلي کسان د انساني طبعیت له وجې د اشغال پر وړاندې غبرګون ښیې.
که څه هم بان کي مون د اسرائیلو څخه د وېرې له وجې پر هغوی د چاړو بریدونه غندلي دي خو بیا هم په اسرائیلو کې دده په خلاف سخت غبرګونونه شوي دي.
د اسرائیلو په ورځپاڼو کې د بانکي مون کاریکاتورونه جوړ شوي دي او هغه یې یو لوی ترورېست یاد کړی دی.
نتنیاهو وايي، «څوک چې مونږ وژنو هغوی ترهګر دي، او د ترهګرۍ پر وړاندې به هر قسمه مبارزه کوو.»
بانکي مون د امنیت شورا ته ویلي وو چې فلسطینیان د ځورېدنې په غبرګون کې اسرائیل په چړو وهي، او ددې ترڅنګ یې د فلسطینیانو دا عمل وغانده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close