نتنیاهو تر عمان وروسته نورو عربي هېوادونو ته د سفر خبر ورکړ

اسرايیلي صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې له عمانه بېرته ستون شو خپلو وزیرانو ته یې په اوونیزه غونډه کې نورو عربي هیوادونو ته، چې لا ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره نه لري، د سفر په اړه خبر ورکړ.

د یدیعوت أحرونوت ورځپاڼې بریښنایي ویبپاڼې لیکلي چې دا خبر یې وروسته له هغې ترلاسه کړ چې نتنیاهو د خپلو وزیرانو په اوونیزه غونډه کې د عمان سفر یو تاریخي سفر یاد کړ.

د عمان عربي هېواد د بهرنیو چارو وزیر، یوسف بن علوي، له الجزیرة سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې اسراییلي صدراعظم بنیامین نتنیاهو له عمانه د لیدنې وړاندیز کړی و او هیله یې کړې وه څو د سولې په اړه بحث وکړي او د اختلافاتو د حل په موخه خپل نظر وړاندې کړي.

عماني وزیر ویلي چی د عمان حکومت د سیمې د قضیو په اړه د دریم ګړي رول نه لوبوي، بلکې هغه چا ته به چې د قضیې د حل لپاره هڅې کوي آسانتیاوې برابرې کړي. د ښاغلي علومي مطلب د فلسطین او یمن قضیو ته اشاره وه.

له عمانه د نتنیاهو تر ناڅاپي لومړۍ لیدني وروسته دواړو لوریو ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي دی: دواړو خواوو په منځني ختیځ کې پر سولې او ټیکاو باندې ټینګار وکړ، او دواړو لوریو یو شمېر نور هغه ګډ مسائل وڅېړل چې موخه یې په سیمه کې د سولې او استقرار راتلل و.

په عین وخت کې نتنیاهو دا هم وویل چې د استخباراتو او اړیکو وزیر یې، یسراییل کاټس، به هم ډېر ژر له عمانه په راتلونکې اوونۍ کې لیدنه وکړي څو د نړیوالو اړیکو په ستره غونډه کې ګډون وکړي، او خپل پلان به چې (د سولې اوسپنیزې سکې) نوم  یې ورکړی غونډه والو ته وړاندې کړي، چې له مخې به یې خلیج له منځني سپین سمندر سره د اسراییلو له لوري ونښلوي او اردن به یې مرکزي حیثیت تشکیل کړي.

________

س: الجزیره

ژ: عزیر اسدخېل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close