نشنل انټرسټ: افغانستان ته د نورو امريکايي ځواکونو لېږل به جګړه تونده کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۶) د امریکا چاپ نشنل انټرسټ خپرونې په يوه مطلب کې ليکلي ترڅو چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې وي په دې هېواد کې به تاوتريخوالی دوام لري.

يادې خپرونې ليکلي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په موجوديت کې سوله ناشونې ده او په دې هېواد کې به د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل بې فايدې او وضعيت به لا کړکيچن کړي.

نشنل انټرسټ وړاندې لیکي، چې امريکا بايد درک کړي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل به جګړه نوره هم تونده کړي زياتوي دغې هېواد ته د نورو امريکايي ځواکونو لېږلو سره به ډيری نور خلک د مخالفینو ليکو ته ورشي او د بهرنيانو پرضد به جګړې زياتې شي.

نشنل انټرسټ خپرونې د افغان جګړې د تونديدو په اړه ليکلي، ډیری افغانان په دې فکر دي چې امريکا پر دوی د خپلو ارزښتونو منلو لپاره دغې هېواد کې د پاتې کېدو هڅې کوي چې دې سوء تفاهم د افغانستان وضعيت لا پيچلی کړی دی.

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته افغانستان ته نور امريکايي عسکر هم راواستول شول چې ورسره جګړې توندې چې له کبله يې د افغان ځواکونو د زياتېدونکو تلفاتو اوښتو سربيره په هوايي بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close