نشنل انټرسټ: امریکا دې په افغانستان کې په خپله ناکامه تګلاره بيا کتنه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۶)

د نشنل انټرسټ په نوم يوې امريکايي ورځپاڼه ليکي، چې د امريکا تګلاره په افغانستان کې ناکامه ده او بايد په دغه ناکامه تګلاره بيا کتنه وکړي.

د ورځپاڼې په باور، افغانستان کې د زور او نظامي لارو چارو امن نه شي راتلی او يوه معقوله تګلاره کولی شي دغه هېواد په امن کړي زياتوي چې واشنګټن ټينګار کوي چې په افغانستان کې روان سياست يې کامياب دی خو د لیکوال په خبره نه يواځې دا چې په دغه هېواد کې د امريکا تګلاره بريالۍ نه وه بلکې ناکامه او خونړۍ ده.

نشنل انټرسټ ليکي، په افغانستان کې وسله والو تر پخوا ډيرې سيمې لاندې کړي، امنيت وضعيت خراب دی، د افغان پوځ او ملکي وګړو تلفات لوړ شوي نو امریکا په کوم دليل وايي چې تګلاره يې بريالۍ ده زياتوي نه يواځې امریکا د جګړې په کنترول کې پاتې راغلې بلکې ويې نه شو کولی چې په افغانستان يوه ښه حکومتولي هم رامنځته کړي.

ورځپاڼه وړاندې ليکي، په افغانستان کې فساد اوج ته رسېدلی دی، ادارې کمزورې دي او خلک د حکومت له کړنو خوښ نه دي زياتوي چې امریکا نه ځان تير باسي او نه دې نور خلک بلکې پر خپله تګلاره دې بيا کتنه وکړي، خپل ځواکونه دې ورټول او جګړه ختمه کړي.

تر دې مخکې هم د امريکا مشهورو ورځپاڼو، سياستوالو او شنونکو په افغانستان کې د امریکايي پوځ د جګړې له اوږدولو سره مخالفت څرګند کړی او په افغانستان کې يې امریکا ناکامه بللې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close