نظم – محمد علي عمري

محمدعلي عمري

 

پروت پرآس یې دغرور

ځان کې  نه وینې  قصور

 

ستاوغاړې ته لوېدلی

دغرورطوق لکه پړی

 

ته هم جوړیې له هډونو

سرترپایه له بندونو

 

په رګوکې دي چلیږي

ستاشیطان تاته ږغیږي

 

وایي سردې په هواکړه

خاص یې مخکې دملاکړه

 

ترهرچالرې دولت ډیر

هرې خواته دې عزت ډیر

 

چمچګان په درپسي وي

هم دورځي هم دشپي وي

 

وایه اې ددنیا وږې

دویالې پرغاړه تږې

 

په خپل ځان کې تا کتلي

له دنیا تللي ښاغلي

 

څومره سترپهلوانان وو

پردې زمکه به روان  وو

 

وو دپړانګ په څېرغښتلي

تاریخ څومره دي ستایلي

 

صفتونه یې بې شمېره

نه یې وه له هیچاوېره

 

ولاړو خاورې یې قبرونه

اوس یې نه چلي حکمونه

 

تادغاښ درد دی لیدلی

تاپه دوو سترګو منلی

 

زورور پرخپل ځان نه یې

پردې ټوله جهان نه یې

 

باورنشته په ژوندون هیڅ

نه خبرپه دې قانون هیڅ

 

نه خرڅیږي په بازارکې

ژوندون کله پروت په لارکې

 

خدای ته وګوره خبرسه

له خپل ځانه له خپل سرسه

 

داژوندون شپېته کلونه

دي اویا اتیا ګلونه

 

داګلونه مړاوي کیږي

اخیرخاورو ته رسیږي

 

نوم نشان یې هم ختمیږي

له هرچاځخه هیریږي

 

ستالیلا که هرڅوښکلې

وي که هرڅومره آغلې

 

ستاله ځانه به بیلیږي

دغه وخت به رارسیږي

 

هرڅه هرڅه فنا کیږي

پسې ورک پسې ورکیږي

 

پیداکړی ته الله یې

مغرورولې پر دنیا یې

 

واګه خلاصه کې څه کیږي

له تاڅرنګه شیان لویږي

 

ده عاجزه په هرحال یې

په خپل ځان کې هم بدحال یې

 

واخله داپندکړه په غاړه

عمري ته اویار دواړه

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

مسلم باغ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close