نعت

نعت: عاشق رسول فخر کشمیرحاجي محمد امین(رحمةالله علیه)
۱۳۹۴ کابل ټکی کام ۸زمري
زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
حضرت پرې ایښي قدمونه دومره خواره نه ده
په دې کوڅو کې جبرائیل علیه السلام پښې ابله
له شوقه تللو وروره ستا د پښو لپاره نه ده
چې د حرم په ځمکه ږدې قدم او سترګې نه ږدې
زړه دې زخمي نه دی سینه دې هم بېماره نه ده
دا مخامخ قبه چې ښکاري زرغونه د محبوب
ماڼۍ د عرش له دې نه لوړه او نامداره نه ده
دغه پنځه منارې ښکلې د محبوب د حرم
یوه هم کمه د فردوس له لوړ مناره نه ده
اوس به په باب السلام ورشي د محبوب روضې ته
سینه د هېڅ عاشق له دې درده قراره نه ده
نور په ادب او شوق حیران یم د محبوب روضې له
بې د مولا نه مې سپارلې دغه چاره نه ده
سلام د محمد امین عرض کړئ په حضور د محبوب
ځولۍ خالي راوړې چا له دې درباره نه ده