ننګرهار:بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې ۱۰ ولسي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۹)

په داسې حال کې چې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې پر ولسي میشت ځایونو د امریکایي او افغان ځواکونو شپنیو عملیاتو شدت موندلی، په یوه تازه پیښه کې یوځل بیا ګڼ شمیر ولسي وګړي په لوی لاس وژل شوي دي.
سیمیزې سرچینې وایي ؛ تیره شپه دننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ پیټلاو سیمه کې امریکایي ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو شپنۍ چاپې وهلې او ۱۰ تنه بې دفاع کلیوال یې په شهادت رسولي دي.
خبر زیاتوي، سیمې ته د بهرنیانو په ملتیا تللیو افغان ځواکونو د کورونو دروازې یې ماتي کړې، کورونه یې تالاشي کړي، قیمتي مالونه یې ترې چورکړي.
طالبانو دا پیښه لوی بشر ضده جنایت بللی او وژل شوي کسان یې ټول بې طرفه ولسي خلک یاد کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼي پیښه تائید کړې خو د نورو جزئیاتو له ورکړې یې ډډه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ وډیسار سیمه کې امریکایي ځواکونو د خلکو پر کورونو چاپې ووهلې چې ۱۶ تنه ولسي خلک یې په کې ووژل او ګڼ شمیر نور ټپیان شو او د پیښې زیات قربانیان هم ولسي وګړي وو.

باید وویل شي چې امریکایي او افغان ځواکونو د ننګرهار په مختلفو سیمو کې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو خپلو چاپو ته زور ورکړی چې خلک یې ولسي پاڅون ته اړ ایستلي.

ننګرهاري ښاریان وایی ،“ له یوې خوا مو امریکا ته منسوبو وسلوالو (داعش) ژوند را تریخ کړی له بل لوري مو خپله امریکایي او افغان ځواکونو ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close