ننګرهار:په چاودنه کې تر ۵۰ ډیر کسان وژل شوي، طالبانو او ارګ پیښه غندلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۰)

د ننګرهار ځایی چارواکي وایي، چې پر لاریون کونکو د نن ورځې بمي چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، پیښه کې ۳۹ تنه وژل شوي او شاوخوا شپیته تنه ټپیان دي.
خو د ننګرعار د ولایتي شورا مرستیال بیا دا شمیرې لوړې بولي او په وینا یې چې په دې برید کې تر ۵۰ ډیر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
طالبانو په پیښه کې لاس لرل رد کړي او زیاته کړې یې ده چې “اسلامي امارت پر ملکي اهدافو بریدونه غندي“
ارګ هم د پیښې غندنه کړې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي “ دا ډول چاودنې هیڅ مشروعیت نه لري او پر ملکي تاسیساتو، جوماتونو، ښځو، ماشومانو او عامو هېوادوالو برید د بشریت ضد جنایت دی.“
داعش ډلې چې امریکا یې په ملاتړ تورنه ده تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی خو تر وړاندې یې په ورته ملکي اهدافو او ولسي غونډو د بریدونو پړه منلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close