ننګرهاریان: که د ګډو ځواکونو د عملیاتو مخه ونه نیول شي، له طالبانو سره یوځای کیږو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳)

ننګرهاري ولسونه وایي، که په دغه ولایت کې د امریکایي او افغان ځانګړو ځواکونږ د شپنیو عملیاتو مخه ونه نیول شي، له دولت سره به پریکون اعلان او له طالبانو سره یو ځای وسلوال پاڅون ته ملا وتړي.

قومي مشرانو نن د جلال آباد ښار کې یوې غونډې ته وویل؛ په تیره یوه میاشت کې د صفر ۲ قطعې په نامه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې چې د امریکایانو ملاتړ هم له ځانه سره لري، د دغه ولايت په خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې ۱۶۰ ملکي وګړي وژل شوي چې زیاتره قربانیان یې ښځې، ماشومان او سپين ږيري دي.

د جرنیل زاده په نوم یوه قومي مشر رسنیو ته وویل، یواځې په شیرزادو کې په تیره یوه میاشت کې ۷۰ تنه ولسي خلک د صفر ۲ قطعې د ځواکونو له خوا په مخامخ ډزو وژل شوي.

قومي مشر عزیز خوږیاڼي د پژواک آژانس ته ویلي
“پخوا مو د داعشیانو له ډاره کډې کولې؛ خو اوس د ۰۲ قطعې له ډاره را کډه کېږو، په موږ خوږياڼو به دا ظلم تر کومه وي؛ که د عملياتو مخه ونه نيول شوه؛ نو موږ به له ولس سره په ګډه پرېکړه وکړو، له حکومت سره به پرېکون اعلان کړو او د ولس خوښه ده چې بيا له داعش سره يو ځای شو او که طالب سره.“
قومي مشران وایي، چې نه یې مشران، نه کشران او نه هم د کورنۍ نور غړي خوندي دي او له حکومت څخه دومره ویره په خلکو کې خپره شوې چې ښوونځي ته ماشومان هم په ښه زړه نه شي تللی.
قومي مشرانو تر کنفرانس وروسته لاریون هم وکړ چې د ملکي شهیدانو انځورونه یې له ځانه سره لیږدول.
د احمد زاهد په نوم یو تن وویل “ دوه مې اوښيان دي، خسر مې دی، يو مې ماما دی، کاکا مې دی، دوه مې د کاکا زامن دي چې يو يې کابل کې د طب پوهنځي محصل و، دا ټول يې په يوه شپه شهيدان کړل.“
د ننګرهار د والی ویاند ستونزه مني او وایي چې د قومي مشرانو شکایتونه یې تر ارګه رسولي خو د صفر دو قطعه په دط تړاو څه نه دی ویلي.

خو د ملي امنیت ریاست بیا د تیر په څیر د ولسي خلکو په سترګو کې خاورې اچوی او زیاتوي چې هیڅ ولسي کس یې نه دی وژلی دوی وایي چې طالبان په دې وروستيو کې د سوريې او عراق د جګړو عکسونه هم د ځان په ګټه خپروي چې ګوندې په عملياتو کې ملکيان وژل شوي دي.
خو ولسي خلک بیا دې عملیاتو ته د افغان وژنې او ولس وژنې نوم ورکوي او په وینا یې چې امریکایان یې د خپلو افغان ملګرو په مټ په سیستماتیکه بڼه د ټولوژنې پلانونه چمتو کړي.
باید وویل شي چې په وروستیو څو ورځو کې امریکایانو او افغان ملاتړو ځواکونو یې په ننګرهار، کاپیسا، میدان وردګو، فراه او ګڼو نورو ولایتونو کې تر ۲۱۰ ډیر ولسي خلک وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close