ننګرهار: اربکی قوماندان چې د خلکو د لویې مرګ ژوبلې لامل شو، نیول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د اچین ولسوالۍ د محلي پولیسو(اربکیانو) هغه قوماندان یې نیولی چې تیره ورځ یې لسګونو کسانو پر وړاندې لاریون وکړ، چې وروسته بیا د خونړۍ چاودنې ښکار شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی وایي، د بلال پاچا په نوم د محلي پولیسو دغه قومندان یې له دوو وروڼو سره یوځای نیولی دی.
نوموړی داسې مهال نیول کیږي، چې تیره ورځ په یاد ولایت کې د دریو ولسوالیو خلکو د نوموړي پر ضد پر لاریون لاس پورې کړی و او نوموړی یې له خلکو سره په ناوړه چلند تورناوو.
باید وویل شي چې یاد لاریونوال هغه مهال د یوه خونړي برید ښکار شول، کله چې یوه بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د لاریونوالو په منځ کې والوزول.
وروستي معلومات ښیي ،په چاودنه کې ۶۸ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان دي.
طالبانو او حکومت یاده چاودنه غندلې او د عاملینو د مجازات غوښتنه یې کړې.
د مظاهرې ګډونوال وایي، ملي امنیت یو برید ګر د خپلو موخو په خاطر د دوی منځ ته ور داخل کړی او دا فاجعه رامنځته شوې.
خلک وایي، څوځله یې له والي، ولسوال او نورو چارواکو ته د یاد قوماندان له کړنو شکایت کړی ، خو هغوی یې پر وړاندې بې وسي ښکاره کړې.

د بلال په نامه دغه اربکی قوماندان تر دې وړاندې د لښکر اسلام د ډلې جنګیالی و او له داعش سره یې هم نږدې اړیکې درلودې چې وروسته دولت ته تسلیم او د اربکیانو مشري ور وسپارل شوه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close