ننګرهار: امریکایانو یوځل بیا “نهه“ تنه د کلي خلک وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۰)

امریکایي ځواکونو یوځل بیا د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې او ګڼ شمیر ولسي کسان یې په مخامخ ډزو وژلي.
دا په تیره یوه اونۍ کې دریم ځل دی چې په دې ولایت کې پر میشتو ولسي خلکو په لوی لاس مرګونې چاپې لویږي.

ځایي سیمیزې سرچینې وایي، تیره شپه امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ سرخ آب سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپې وهلې.
خبر زیاتوي، امریکایانو د کلی ۹ تنه بې ګناه وګړي چې له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې تړاو نه درلوده ځای پرځای وژلي او یو کور یې په بشپړ ډول د ماینونو په مټ الوزولی دی.

خبر زیاتوي، د امریکایانو تر دې وحشت وروسته ځانګړو افغان ځواکونو چې د امریکایانو په ملتیا سیمې ته راغلي و، د کورونو دروازې یې ماتي کړې او ټول قیمتي اجناس یې ترې چور کړي دي.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللې، خو د ننګرهار ځایي چارواکو او امریکایی ځواکونو پر دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۲۹ مه نیټه هم د شیرزادو ولسوالۍ پیټلاو سیمه کې امریکایي ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو شپنۍ چاپې ووهله او ۱۰ تنه بې دفاع کلیوال یې په شهادت ورسول
تر هغه دوه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ وډیسار سیمه کې امریکایي ځواکونو د خلکو پر کورونو چاپې ووهلې چې ۱۶ تنه ولسي خلک یې په کې ووژل او ګڼ شمیر نور ټپیان شو او د پیښې زیات قربانیان هم ولسي وګړي وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close