ننګرهار: امریکایانو ۹ تنه ولسي وګړي وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)

راپورونه وایي، چې تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼولسوالۍ په کوزبهار سیمه کې امریکایي ځواکونو په خپل سرې توګه د ملکي وګړو پر کورونو چاپه وهلې .
سیمیزې سرچینې وايي، که څه هم له امریکایانو سره داخلي عسکر هم و، خو د عملیاتو قومانده یې د تیر په څیر امریکایانو کوله.

عیني شاهدان وایي، امریکایانو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي او یو کور يې مکمل منفجر او ویجاړ کړی ، دغه راز یې په مخامخ ډزو ۹ تنه عام اولسي خلک شهیدان کړي او څو تنه نور یې د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی او زیاته کړې یې ده چې تول وژل شوي کسان بې طرفه کلیوال و، چې د هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.
د ملي یووالي حکومت او امریکایي چارواکو د پخوا په څیر بیا هم د پیښې اړوند له څه ویلو ډډه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ‏دکندهار شاولیکوټ په لوړې شاوبې سیمه کي ګډو ځواکونو د انځرو دباغونو پر کاریګرو چاپه و وهله چي ۵ نفره یې شهیدان کړي او ۱۲ تنه نور یې له ځان سره یووړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close