ننګرهار برید جزيات: د قابله ګانو پر روزنيز مرکز برید شوی- جنګ روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)

د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار مربوط په درېيمې ناحيه کې د قابله ګانو په روزنيز مرکز چاودنې شوي او جنګ روان دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی دغه بريد تاييدوي وايي، نن غرمه د يوولس نيمو بجو په شاوخوا کې د ګولايي عربانو په سيمه کې لومړی چاودنې وشوې او وروسته د “جمال پاچا” په نوم پر دفتر حمله پيل شوه.

عيني شاهدان وايي، په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره شمېر نه دی معلوم شوی.

لومړني معلومات ښيي، چې له پېښې وړاندې قابله ګانې په خوندي ډول ويستل شوي دي.

بريد کوونکي نوموړي مرکز ته داخل شوي او د دولتي ځواکونو او وسله والو بريدګرو تر منځ جګړه روانه ده.

ويل کېږي، د بريد په شاوخوا سيمه کې په پرلپسې ډول چاودنې کېږي.

د بريد سيمې ته نږدې د معیبونو رياست، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست او دولتي ادارې پرتې دي.

د برید جزیات:

د عامې روغتیا ریاست مسوولين وايي، د برید پر وخت په دغه مرکز کې شاوخوا ۶۵ قابلې موجودوې وې، چې اکثره یې له ودانۍ ایستل شوي.

د دغه رياست وياند انعام الله مياخيل وايي، د پېښې له ځايه تر دې دمه روغتون څلور ټپيان ورووړل شوي دي.

چارواکي وايي، د جګړې له کبله ودانۍ اور اخيستی او لا هم د دولتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ نښته روانه ده.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت چا نه دی منلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close