ننګرهار: جلال اباد ښار کې له چاودنې وروسته نښته روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۰)  د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې مربوې د پوهنې رياست د ښاري مديريت اړوند سيمه کې لومړی چاودنه شوې او وروسته وسله وال بريد پيل شوی دی.

عيني شاهدان وايي، لومړی يوه سرتيري بريدګر په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او نورو وسله والو ډزې پيل کړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، دغه برید نن سهار د نهه بجو په شاوخوا کې پيل شوی دی.

چارواکي وايي، امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

تازه:

عيني شاهدان وايي، وسله وال د سرحدي پولیسو په لباس کې د پوهنې ښاري مديريت ته داخل شوي او دننه په مدیریت کې د مرګ ژوبلې شمېر تر اوسه نه دی څرګند.

خو د ننګرهار ولایت چارواکو په وروستيو معلوماتو کې وويل،  د دغه د وسله وال برید له امله ۹ تنه زخميان شوي چې د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close