ننګرهار: جلال اباد ښار کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)

د جلال اباد ښار مربوط د چپرهار هډې په سیمه کې چاودنه شوې چې د ځايي چارواکو په وينا مرګ ژوبله هم لري.

تر اوسه د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو عیني شاهدان وايي په پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

تر دې دمه د چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی.

په وروستيو کې په جلال اباد ښار کې يو شمير چاودنې وشوې چې خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او مسؤليت يې داعش وسله والو په غاړه واخيست.

څو ورځې مخکې د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د اربکيانو پرضد د اعتراض کوونکو په منځ کې چاودنې نږدې اويا کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل چې د سیمې اوسېدونکي د يادې چاودنې پړه د سيمې د اربکيانو د مشر بلال پاچا په غاړه اچوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close