ننګرهار خبريالان: چارواکي دې د انعکاس تلوېزيون د مشر په پيدا کولو کې اقدمات وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)

پرون د سې شنبې په ماښام د جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې د انعکاس خصوصي تلوېزيون مشر انجنير زلمي باندې نامعلومه وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د هغه موټر چلوونکی وواژه او خپله زلمی يې له ځان سره وتښتاوه.

په ننګرهار کې ميشتو لسګونو خبريالانو په يوه اعتراضيه غونډه کې له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د نوموړي په پيدا کولو او خلاصون کې دې جدي اقدام وکړي.

د دغه ولايت د خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر شيرشاه همدرد وويل، چې دوی د خبريالانو ژوند ته نه پاملرنې اندېښمن کړي او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې تر څلورويشت ساعتونو دې د هغه په اړه خپلې څېړنې يادې کميټې سره شريکې کړي.

دغه راز د انعکاس تلوېزيون د خپرونو مشر شکرالله پاڅون وويل، چې انجنير زلمي له يوې خوندي امنيتي سيمې څخه په داسې حال کې تښتول شوی چې نوموړي پوليسو ته هم غږونه کړي و خو هغوی يې په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی هم پېښه تاييدوي په وينا يې نوموړی تر وهلو ټکولو وروسته يو بل موټر ته اچول شوی او تښتول شوی زياتوي چې په اړه يې پلټنې روانې دي او تمه ده چې ژر وموندل شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی د چا له خوا او ولې تښتول شوی خو تر دې مخکې هم د ننګرهار له خوندي سيمو سوداګر د پيسو لپاره تښتول شوي چې په ډيرو پيښو کې خپله امنيتي چارواکي ککړ او ګرم بلل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close