کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دحکومتي ځواکونو په نظامي قطار برید کړی چې درنده مرګ ژوبله یې اړولې.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي،《نن غرمه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند نکړخیلو سیمه کې د مزدور دښمن په قطار برید وشو.
مجاهد زیاته کړې، ۱۰ تنه عسکر مړه او ټپيان شول، ۲ ټانګونه په بشپړه توګه ویجاړ، ۶ میله وسله او یو شمیر مهمات نیول شوي دي》.
دا برید داسې مهال کیږي چې نن دګډحکومت مشر اشرف غني یاد ولایت ته سفر کړی وو او هلته یې د حکومتي ځواکونو له لوري د داعشي ملیشو د ځپلو، او د یاد ولایت دتصفیې کاذبې ادعاوې وکړې.
دې ولایت کې د داعش پر وړاندې له ډیرې مودې راهیسې د طالبانو عملیات روان وو چې تېره ورځ یې دتصفیې اعلان وشو، د دې عملیاتو په موده کې سلګونه داعشیان دحکومتي ځواکونو له لوري وژغورل، او خوندي ځای ته ولېږدول شول.