ننګرهار: د اسلامي پوهنتون د انتقال پر سر غبرګونونه راپاریدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۵)

په داسې حال کې چې حکومت ته  یو شمیر نږدې سرچینو خبر ورکړی چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د کابینې په غونډه کې پریکړه کړې چې په ننګرهار کې منظور شوی نړیوال اسلامي پوهنتون کابل ته را انتقال کړي، دې پریکړې ننګرهار میشتو ولسونو او چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي.

د دغه پوهنتون چې په ۱۰۰۰ زر جریبه ځمکه کې جوړیږي د بنسټ ډبره یې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د هغه مهال د والي ګلاب منګل او ګڼ شمېر نورو چارواکو له خوا کیښوودل شوې وه، اوس ارګ غواړي کابل ته یې انتقال او ننګرهار له دې امتیاز څخه محروم وساتي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي

“د لوړو زده کړو وزير په افغانستان کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامي همکاریو دوولسم کنفرانس (OIC)د مصوبې پر اساس د دغه وزارت وړانديز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د دغه پوهنتون جوړول په کابل کې تاييد کړل.“

ارګ د دې پوهنتون له پاره په چهار آسیاب کې د ځمکې د ځانګړي کولو حُکم هم کړی دی، خو د ننګرهار مدني او سیاسي فعالان دې اقدام په غوسه کړي او وایي چې کابينه د لوړو زده کړو د وزير په فرمايش غواړي دغه پوهنتون کابل ته ولېږدوي.

ولسي جرګې په دې تړاو له حکومت څخه سپیناوی غوښتی او د لوړو زدکړو وزیر یې د جرګې غونډې ته وربللی دی.
دغه راز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم د دې اقدام مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د دې کار اجازه به هیچاته هم ورنه کړي.
پوهاند اسماعیل یون هم د دې کار غندنه کړې او په خپله فسبوک پاڼه یې لیکلي، په کابل کې دومره پراخه سیمه شتون نه لري او په دې هکله یې د لوړو زدکړو له وزیر سره هم کتلي خو هغه ننګرهار ته یواځې د دو پوهنځیو د ورکړې ژمنه کړې.
یون زیاتوي ، د اسلامي هېوادونو کنفرانس نړیوال پوهنتون په ولاياتو کې نه، بلکې د يو هېواد په مرکز کې جوړوي، که تر ۲۰۱۹م کال پورې موږ هغوی ته په مرکز کې د نړيوال پوهنتون د جوړولو خبر ورنه کړ، ٣٥٠ ميليونه ډالر چې ځانګړې شوي، د افغانستان له لاسه وځي“

 

 

هغه عاریضه لیک چې د کرزي د حکومت پر مهال د اسلامي پږهنتون په تړاو لاسلیک شوی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close