ننګرهار: د امنيه قوماندانۍ د بشر حقوقو پر مدير چاودنه شوې ده

کابل ټکی کام۲۵میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

چارواکي وايي، چې نن له غرمې مخکې نږدې ۱۱ بجې د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د بشر حقوقو پر مدير چاودنه شوې ده، چې له امله يې د نوموړي رېنجر ويجاړ شوی دی.

چارواکي زياتوي، چې په چاودنه کې ياد مدير عبد المحمید کامه وال ته کوم زيان نه دی اوښتی، خو يو ساتونکی او چلوونکی يې ټپيان دي، چې د چلوونکي روغتيايي حالت ښه نه دی.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبد الزي د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې پېښه ولايتي شورا ته څېرمه رامنځته شوې ده.

په پېښه کې هيڅ کوم ملکي وګړي ته زيان نه دی اوښتی.

د پېښې پړه هم تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close