ننګرهار: د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې، ۱۶ عسکر او ۴ طالبان وژلي

کابل ټکی کام ۲۰سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په ننګرهار ولایت کې امنیتي حالت ورځ تر بلې په خرابېدو دی، دولت تېره ورځ د خپلو مخالفینو په خلاف په دغه ولایت کې عملیات پیل کړل او ادعا یې وکړه چې یو شمېر طالب جنګیالي يې وژلي دي.
پدغه ولایت کې له ډېره وخته د طالبانو او داعش ډلې په فعالیت د افغان حکومت اندېښنې را ولاړې کړي دي، چې د حالاتو په خرابېدو سره د ختیځو ولایتونو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد نعمان هاتفي په ننګرهار کې د عملیاتو د پیلېدو خبر هم ور کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې د دوی د جنګیالیو له لورې پر افغان ځواکونو حمله شوې ده چې په پایله کې یې یو ټانګ، ۲ رېنجر، ۱۶ عسکر او ۴ طالبان له منځه تللي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close