ننګرهار: د اورلګېدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي- څلوېښت دکانونه سوزځېدلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۵) ننګرهار کې د تيلو يو ټانکر اور اخيستی چې له کبله يې ځاني او مالي زيان اړولی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، پېښه نن سهار شپږ نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د رينګ روډ دوسرکې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، پېښه په ټانکر پسې د نښلول شوي ماين د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه تنه مړه شوي او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.

خوږياڼی زياتوي، اور نږدې هټيو ته هم رسېدلی چې له امله يې څلوېښت دکانونه سوځېدلي دي او خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ مالي زيان اړولی دی.

د ننګرهار ولايت د اور وژنې د عملې مسئول سمونيار فضل الهادي وايي، سيمې ته پر وخت د اور وژنې ډله رسېدلې او د اوو بجو په شاوخوا کې يې اور وژلی دی.

تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close