ننګرهار: د جلال اباد په هوايي ډګر توغندي وار شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷)  په ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په ستره هوايي ډګر  او پوځي مرکز توغندي وار شوي دي.

هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، تېره شپه د جلال اباد له جنوبي خوا چپرهار ولسوالۍ له لوري  څخه پر هوايي ډګر توغندي توغول شوي چې د ميدان په داخل کې لګېدلي دي.

د سرچينې په خبره، د توغنديو لګېدو له کبله بهرنيو ځواکونو ته مالي او ځاني زيان اوښتي خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټ کې بهرنيو ځواکونو ته د ځاني او مالي زيان اړولو ادعا کړې ده.

طالبان  وخت ناوخت په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په لويو نظامي مرکزونو او هوايي ډګرونو د توغنديو بريدونه کوي، چې بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، خو هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close