ننګرهار: د داعش ضد پر پاڅونوالو هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۷)

د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې پر پاڅون کوونکو وسله والو هوايي برید شوی چې پر مهال يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تيره ورځ په ياده ولسوالۍ کې سلګونه کسانو وسلې پورته کړې او د داعش پر وړاندې پر وسله وال مقاومت لاس پورې کړ.

ويل کېږي، د دغه کسانو شمير شاوخوا پنځه سوه تنه دی او تيره ورځ د ننګرهار د ملي امنيت رئیس جنرال نظر علي واحدي وويل، چې د هغوی د وسلې له اخيستو سره سم د ملي اردو او سرحدي عسکرو په ګډه د داعش پر وړاندې عمليات پيل کړل.

خو تازه راپورونه وايي، چې تيره شپه جنګي الوتکو پر امنيتي ځواکونو او پاڅونوالو بمبار کړی چې په ترڅ کې يې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه پاڅونوال چې د نازيانو په مورچل دره، للمه، مزرين کلي، کڅ دوه خولې او سپينه ژۍ کې راټول شوي و او د داعش پر وړاندې يې د وسله واله مقاومت چيغې وهلې تيره شپه په (مزرين کلي) کې تر هوايي بریدونو لاندې راغلي چې د ځينو سرچينو په وينا اته تنه پکې وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د نازيانو اوسېدونکي وايي، په مزرين کلي کې تير ماسختن بمبار شوی چې په پايله کې يې دوه تنه عسکر، درې پاڅونوال وژل شوي او دوه عسکر او يو پاڅونوال ټپي دی.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي، د عسکرو په ګډون اتو تنو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې د داعش ضد وسله وال يا د هغوی پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښې تر هوايي بريدونو لاندې راځي بلکې تر دې مخکې هم د ننګرهار په اګام، خوګياڼو او ځينې نورو سيمو کې د داعش پر وړاندې د پاڅونوالو تر څنګ د طالبانو لومړۍ کرښې د امريکايي او افغان هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

ويل کېږي، امريکا په افغانستان کې د داعش غير مستقيم ملاتړ له ځان سره لري او هغه وسله وال نه پريږدي چې د دوی پر وړاندې د وسله والې مبارزې غږ پورته کړي.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي او حاجي ظاهر هم ورته څرګندونې کړې وې چې امريکايي الوتکې د داعش وسله والو ملاتړ کوي، هغوی ته وسلې لېږدوي او په ښار کې يې مرکزونه ورکړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close