ننګرهار: د داعش ډلې مشهور قومندان عبدالخالق وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د داعش ډلې مشهور قومندان عبدالخالق چې په عمر مشهور و وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، عبدالخالق پرون د هسکې مينې ولسوالۍ په انګور سيمه کې په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د خوګياڼي په وينا، نوموړی د يادې ولسوالۍ لپاره د داعش له خوا ولسوال او نظامي مسوول ټاکل شوی و.

عبدالخالق پخوا د طالبانو په ليکو سرګروپ و خو وروسته افغانستان ته د داعش د راتګ پر مهال له هغوی ملاتړ اعلان کړ او د داعش له خوا څه موده د ننګرهار په سطحه نظامي مسوول هم پاتې شوی و چې د ډيری خلکو په وژنه او ځورونه کې يې لاس درلود او په سيمه کې د عامو خلکوکورونه يې هم سوځولي دي.

تر دې مخکې هم د عبدالخالق د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي و خو د يادې سيمې څخه باوري سرچينو رسنيو ته ويلي چې نوموړی په پروني بريد کې له يوه بل ملګري سره يوځای وژل شوی دی.

داعش ډلې تر اوسه د عبدالخالق د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره اوونۍ د ننګرهار په نازيانو کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې د داعش پر وړاندې پاڅون کوونکي هدف وګرځېدل او له لسو زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم په ځينو سيمو کې حکومتي چارواکي د داعش ډلې د ځپلې ادعاګانې کوي خو لا هم خلک د داعش په اړه د حکومت د دريځ په اړه شک څرګندوني وايي چې حکومت ترې د خپلو سياسي اهدافو لپاره ګټه پورته کوي او د هغوی په ګټه تبليغات او په غير مستقيمو لارو ورسره مرستې کوي.

څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو حضرت علي او حاجي ظاهر هم ويلي و چې حکومتي کړۍ او امنيتي ادارې په دغه ولايت کې د داعش وسله والو مرسته کوي او په لوی لاس د ولسي خلکو او طالبانو هغه کرښې په هوايي بريدونو او چاپو کې په نښه کوي چې د داعش پر وړاندې جوړې شوې وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close