ننګرهار: د طالبانو په کمینونو کې کمانډویي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۳)

راپورونه وایی چې نن سهار وختي د طالبانو په دو جلا کمینونو کې د صفر یک قطعې او کماندویي ځواکونو سرتیرو ته د سر دروند زیان اوښتی.
د سرچینو د خبر تر مخه، طالبانو سهار غوښتل چې د دې ولایت پر بټي کوټ ولسوالۍ برید ترسره کړي چې سیمې ته د ورتلونکو مرستندویه کمانډویي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

خبرزیاتوي، طالبانو له وړاندې ورتلونکو مرستندوی عساکرو ته کمین نیولی و، چې له رسیدو سره سم د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونښته او له امله یې د جلال اباد ــ تورخم لاره هم د ترافیکو په مخ وتړله شوه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جګړې پر مهال کمانډو ځواکونو د خلکو پر کورونو او فصلونو د لویو وسلو بریدونه پیل کړل چې په وینا یې د دوی ملګرو هم د ولسي خلکو د ژوند ژغورلو له امله په ولسوالۍ او پوستو باندې خپل بریدونه ودرول او کمانډویان له موقع څخه په استفادې له سیمې ووتل.
د خبرپاڼې د خبر په اساس؛ یاده قوه د غني خیلو ولسوالۍ ته له رسیدو سره سم یوځل بیا د طالبانو د کمین ښکار شوه چې له امله یې ۱۱ تنه کمانډویان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
طالبانو په پیښه کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کیدو او دو نورو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
دولتي ځواکونو تر دې مهاله د یادې پیښې په تړاو رسنیو ته کوم معلومات نه دي ورکړي .
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په یو شمیر ولایتونو کې ځانګړو ځواکونو ته د سر دروند زیان اوښتی او د دې ځواکونو پر وړتیا چې د حکومت تر ټولو قوي امنیتي ارګان بلل کیږي د خلکو شکونه زیات شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close