ننګرهار: د مالټو حاصلات په بې مخینې توګه زیات شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)

په هیواد کې پر ټوکیدلې وچکالۍ سربیره په یو شمیر ولایاتو کې موسمي میوو ښه نتیجه ورکړې.
د ننګرهار ولایت کروندګر او بڼوال وایي، سږکال یې د مالټو حاصلات د تیرکال په پرتله دوه برابره زیات وو.

بڼوال وایي، حاصلاتو یې د پاکستانۍ مالټو مخه نیولې او خلک د ننګرهار د کانال مالټې خوښوي.

د مالټو بڼ

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي د مالټو له حاصلاتو خوښي ښیي او وایي، په دغه ولسوالۍ کې پر ۳ زره جریبه ځمکه مالټې کرل شوې چې سږکال یې له ۷۰۰ جریبونو حاصل اخیستی دی.
په دغه ولسوالۍ کې یونیم سل ځوانان د مالټو شوکولو چارې پر مخ بیایي او بیکاره ځوانانو ته ښه مصروفیت په لاس ورغلی دی .

۴۵ کاله پخوا د ننګرهار د کانال په دولتي فارم کې پر شل زره هکټاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شول چې په ۱۹۸۰ کال کې یې حاصلات تر نړیوالو مارکیټونو هم ورسیدل

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close