ننګرهار: د ملي امنیت ځواکونو عملياتو کې پنځه تنه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال پنځه کسان وژل شوي دي.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د مملې په خالقداد سيمه کې شوي دي.

د ننګرهار د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري شوي چې پر مهال يې څلور طالبان وژل شوي او اووه تنه شکمن کسان يادو ځواکونو له ځان سره وړي دي.

له بله پلوه د مملې اوسېدونکي وايي، په عملیاتو کې پنځه تنه وژل شوي چې يواځې يو تن طالب او څلور نور ملکي کسان دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په يادو عملياتو کې د طالب وسله والو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي خو زياتوي چې تيره شپه ګډو ځواکونو په ياده سیمه کې د یو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي، د خلکو قيمتي مالونه يې چور کړي او دوه تنه کليوال يې شهيدان کړي دي.

په نږدې يوه اوونۍ کې د ملي امنيت ځواکونو دا درېيم ځل عمليات دي چې پکې ملکي خلک په نښه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

شاوخوا پنځه ورځې مخکې د جلال اباد ښار په عربانو کلي کې د ملي امنيت ځواکونو يو ديني عالم او د کلي د مدرسې ښوونکی په ډزو شهيد کړ، چې د هغې په سبا يې د روداتو ولسوالۍ په شهيدانو کلي کې عمليات وکړل او د ماشومانو او سپينګيرو په شمول يې څوارلس کسان ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل.

تر دې مخکې هم ګډو ځواکونو په ننګرهار کې په ملکي ميشت ځايونو ورته ډول عمليات او بمبارۍ کړي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه شوي خو د ګډ حکومت چارواکي يې په اړه هيڅ نه وايي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د مشرانو جرګې غړو وويل، چې دوی په وار وار له حکومته غوښتي چې شپني عمليات دې او په ملکي ميشت ځايونو دې چاپې بندې شي خو وايي چې حکومت يې په اړه هيڅ غږ نه اوري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close