ننګرهار: د هندواڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۷)

د ننګرهار ځایي چارواکي او کروندګر وایي، چې سږکال د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په زیاته کچه هندواڼې کرل شوې، چې د تیرکلونو په نسبت یې حاصلات هم بیساري دي.

د ننګرهار د کرهنې او مالدارۍ ریاست وایي، په تیرو کلونو کې د بټي کوټ ، لعلپورې، ګوشتې او کامې ولسوالیو په ۱۵ زره جریبه ځمکه هندواڼې کرل کیدې چې په کلنۍ توګه یې ۱۰۰ زر ټن حاصلات ورکول.

د دې ولایت د کرهنې رئیس رفیع الله رحیمزی وایي، سږ کال يوازې په بټي کوټ ولسوالۍ کې تر ۷۰زره ټنو ډېرې هندواڼې راټولې شوې چې د هندواڼو په حاصلاتو کې بې مخینې زیاتوالی ښیي.

کروندګر وایي، له دې کبله چې هندواڼې یې پیښور او د هیواد مختلفو ولایتونو ته په پراخه پیمانه انتقالیږي، د هندواڼو زیاتوالي یې تر اوسه پر نرخ هم کوم اغیز نه دی کړی.

کروندګر دغه راز وایي، چې د هندواڼو کرکیلې د کوکنارو او نورو نشیې توکو له کاروبار خلاص کړي او کولی شي هغه پیسې چې له کوکنارو یې ترلاسه کولې، په هندواڼو کې هم پوره کړي.

د ننګرهار د کرهڼې ریاست په وینا، سږکال د ننګرهار په مختلفو ولسواليو کې لسګونه زره ټنه هندواڼه شوې چې د تېر کال د حاصلاتو په پرتله په کې لس سلنه زياتوالی راغلی.
کروندګر له حکومت نه غواړي چې حاصلاتو ته یې په نړیواله کچه د بازار موندنې غم وخوري، څو یې ځوانان له بیکارۍ او پردیو ملکونو ته له مهاجرت نه راوګرځي.

د سوداګرۍ خونې رئیس خانجان الکوزی وایي؛ د افغان د صادراتو کچه لوړه شوې او په وینا یې چې اوسمهال بهرنیو هیوادو نو ته د افغانستان صادرات ۸۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلي چې ۷۸۰ میلیون ډالره یې یواځې ذراعتي توکي، وچه او لمده میوه تشکیلوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close