ننګرهار: د پاڅونوالو مشر په چاودنه کې ووژل شو

 

له ننګرهاره ورکړل شوي راپورونه وایي چې نن مازدیګرمهال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند په کابل کیمپ سیمه کې د پاڅون کونکو مشر ملک حیات خان په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی دا سرتیری برید بولي چې په وینا یې بریدګر پر موټر سایکل سپور و، چې د حیات خان موټر ته څیرمه یې ځان ته چاودنه ورکړې.

د خوږیاڼي د معلوماتو ترمخه، په دې برید کې د حیات خان په ګډون د هغه موټر چلوونکی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

حیات خان په ځینو ولسوالیو کې د داعش پر ضد د قومي پاڅونوالو مشري کوله او راتلونکو پارلماني ټاکنو ته له دې ولایت څخه نوماند هم و.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی خو په دې وروستیو کې داعش ډلې په دې ولایت کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د ننګرهار ولایت استازی حضرت علي وایي؛ په ننګرهار کې میشته داعش ډله د مېشتو بهرنیو ځواکونو لخوا تجهیزېږي او د عراق او سوریې له داعشیانو سره هیڅ راز اړیکه نه لري.

همداراز د ننګرهار یو بل وکیل ظاهر قدیر هم وایي چې خارجیانو د داعش په غښتلي کولو کې اوس تر پخوا خپلې هڅې او رابطې زیاتې کړې دي او کوشش کېږي چې د هیواد ختیځ د داعش لپاره د یوې خوندې سیمې موندلو په موخه له طالبانو پاک کړل شي.
هغه زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو بربنډ ملاتړ په دغه سیمه کې داعشیان په هغو مناطقو واکمن کړل چې تر دې له مخه د طالبانو په واک کې وې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close