ننګرهار: د کشفي پولیسو لومړی مرستیال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) زرغون خوږیاڼی

تېره ورځ د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د امنیه قومندانۍ د کشفي پولیسو لومړی مرستیال په ډزو سره وژل شوی، د امنیه قومندانۍ په وینا وسله وال له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي دي، چې تېره ورځ سهار اووه نیمې بجې د جلال ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ددې ولایت د پولیسو د استخباراتو امر وکیل په ډزو وژل شوی دی، د نوموړي په وینا په سیمه کې د وسله والو په اړه پلټنې روانې دي.

طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی دی.

طالب ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي، چې تیره ورځ سهار شاوخوا ۷ بجې د جلال اباد ښار په قصبه سیمه کې د امنیه قومندانۍ د کشف د څانګې امر شاه محمود په یوه ناڅاپي برید کې ووژل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close