ننګرهار: د ګډو ځواکونو شپنيو عملياتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۱)

تيره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط د کودي خېلو “لوړه” سيمه کې شوي چې پر مهال يې ګڼ کورونه پلټل شوي او پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سيمې یو تن اوسېدونکی صمصیم شيرزاد وايي، ګډو ځواکونو دوه کورونه په مکمله توګه ويجاړ کړي، له يو شمير کورونو يې قيمتي مالونه او پیسې وړي او ځينې خلک يې وهلي او زورولي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو په بيلابيلو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ګڼو ولسي خلکو ته د مالي زیان سربيره ځاني تلفات هم اړولي و.

په عين حال کې د افغانستان مشرانو جرګې ويلي چې حکومت يې د شپنيو عملياتو د بندولو په اړه غږ نه اوري دوی يې په اړه اندېښمن دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close