ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې نږدې شل ملکي وګړو ته مرګ ژوبل اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷)

د ننګرهال ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ مربوط په وډيسار سيمه کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال نږدې شل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د یو شمير کورونو دروازې يې په بمونو الوزولي دي.

د وډيسار سيمې اوسېدونکي وايي، په عملیاتو کې د ګڼو کورونو دروازې په بمونو الوزول شوي، دوه کورونه په مکمله توګه ويجاړ شوي او د ډيری کورونو څخه قيمتي توکي او پيسې غلا شوي دي.

د سرچينې په وينا، په عملياتو کې د ميرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا شل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له پنځلسو زیات کسان پکې وژل شوي او نور ټپيان دي.

طالبانو د ګډو ځواکونو دغه کړنه وحشت او جنایت بللی په وينا يې ” په دغه وحشت کې له امریکايي اشغالګرو سره داخلي غلامان هم ملګري وو.”

طالبان وايي، دغه ډول پرلپسې جنایات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د بشر او حقوقو په نامه ځينې ادارې بیا د ملکي تلفاتو په اړه پخپلو شمیرو او محاسبو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پړه پرمجاهدینو اچوي او هڅه کوي چې امریکايي اشغالګروته له داسې جنایاتو څخه برأت ورکړي.

طالبان وايي، په سيمه کې هيڅ کوم طالب شتون نه درلود.

په تيرو څو مياشتو کې د ګډو ځواکونو پرلپسې دا څو يم ځل عمليات دي چې د ننګرهار په بيلابيلو سيمو کې ترسره او تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.

تر اوسه د ننګرهار چارواکو د يادې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويلي خو د دغه ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د قهر سيلاب څلور نمبر لس په نوم د ګډو ځواکونو له لوري د خوګياڼو له چمتلې سیمې پيل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close