ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې درې ملکيان وژل شوي- دوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۹)

د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او د هغوی کور نړول شوی دی.

پېښه تېره شپه د شينوارو غني خيلو ولسوالۍ مربوط د شيړګر په نواباد کلي کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په بيګانيو عملياتو کې چې افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ ترسره کړي درې تنه وژلي او دوه تنه نور چې دواړه ورونه دي ټپيان دي.

د شيرګړ سيمې د اوسېدونکو په وینا، عملياتي عسکرو يو کور په مکمله توګه ويجاړ کړی او د يو شمير کورونو دروازې يې په بمونو الوزولي دي.

شاوخوا پنځه ورځې مخکې صفريک قطعې او بهرنيو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ مربوط په مياګانو کلي کې د عملياتو پر مهال څلور ملکي وګړي لومړی شکنجه کړي او وروسته يې وژلي و.

په تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت په خوږياڼو شيرزادو، چپرهار او د لوګر په بابوس، د کندوز په چهاردره او د پکتيا په زرمت کې ګډو ځواکونو ملکي وګړي د خپلو بريدونو هدف ګرځولي او سخته مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close