ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳۰)

له ننګرهار څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې امریکایي او افغان ځواکونو تیره شپه د یاد ولایت د سرخ رود ولسوالۍ اړوند د بالاغ په سیمه کې پر ولسي میشت ځایونو شپنۍ چاپه وهلې.

خبر زیاتوي؛ ګډوځواکونو لومړی د کورونو دروازې ماتې کړې او بیا یې په چور تالان لاس پورې کړی دی.
ځایي خلک وایي د چاپې پرمهال په سیمه کې د دولت ضد وسلوالو هیڅ شتون نه درلوده او په لوی لاس ولسي خلک په نښه شوي دي.
سیمیزو سرچینو رسنیو ته ویلي، امریکایي ځواکونو د تګ پر مهال د کلي ۵ تنه سپینږیري او ځوانان په مخامخ ډزو ووژل او سیمه یې پریښوده.
دا په داسې حال کې چې تیره ورځ په لغمان او هلمند ولایتونو کې هم ورته پیښې رامنځته شوې وې چې تر ۱۸ پورې ښځې او ماشومان  په کې شهیدان شوي وو.
د امریکایي او افغان ځواکونو د شپنیو چاپو په اړه تر اوسه افغان حکومتي چارواکو، د بشرحقوقو ادارې او نړیوالو بشري سازمانونو د څه ویلو جسارت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close