ننګرهار: د ۳۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د دوه بندونو جوړولو تړون لاسليک شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) الماس خدرخیل

دغه تړون د ننګرهار والي او د پي ام اس موسسې رئيس «ناکامورا» تر منځ د دري ديرش ميليونه ډالرو په ارزښت لاسليک شو.

د تړون له مخې ياده موسسه به په کوز کنړ ولسوالۍ کې د مرواريد دويم کانال د جاپان هېواد د جایکا موسسې په مالي لګښت د PMS ادارې له خوا جوړوي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، چې په دغه تړون کې د يو سربند په ګډون دوه سوه متره غرق شوی بند، يو عمومي کانال، ترسب ګاه، پارچاوي(د اوبو بندولو ورخ)، د اوبو اخيستونکي ساختمانونه، څلور عشاريه نهه کيلو متره استنادي ديوال، پولچکونه او يو شمير نورو ساختماني پروژو جوړول شامل دي.

والي وايي، چې له دې پروژو څخه به د يادې ولسوالۍ کچړې، کوټې، تاران او بېلې کليو ۸۵۰ هکتاره ځمکې خړوبې او اته ويشت زره کسان به ترې ګټه واخلي.

نوموړی رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې ياده پروژه به په څلورو کلونو کې بشپړه شي او لسګونو تنو ځوانانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close