ننګرهار: سږکال د زیتونو حاصلات په بې ساري ډول کم وو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۸)

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې سږکال په دې ولایت کې د زیتونو حاصلات د تیر په نسبت خورا کم وو چې لامل یې د مرکزي حکومت نه پاملرنه او په دې برخه د لازمې بودیجې د ورکړې نه شتون ښوودل کیږي.

چارواکي زیاتوي؛ سږکال د زيتونو د باغونو حاصلاتو يواځې ۶۰ ټنه زيتون ورکړي چې تیرکال دا شمیر ۶۰۰ ټنو ته لوړ شوی وو.
له دغو زيتونو به ۵۲ ټنو څخه يې تېل او له پاتې اتو ټُنو به د زيتونو اچار توليد او پروسس شي.

د ننګرهار د والي مرستیال تمیم عارف مومند وایي؛ د حاصلاتو د کموالي لامل په ونو باندې د تېر کال د ډېرو حاصلاتو اغېز او دغه راز د پرسونل او امکاناتو د کمښت له امله باغونو ته کمه پاملرنه ښوودل کیږي.

نوموړی زیاتوي؛ “سږکال مو د باغونو د ساتنې پرسونل کم دی او ترڅنګ يې د زيتونو فابريکه کې د کارمندانو شمیر کم ده،  همدا ډول مو د فابريکې ډېرو برخو تخنيکي ستونزې هم پيدا شوې چې بيا رغونې ته اړتيا لري.“
دغه فابریکه چې شاوخوا ۳۵ کاله وړاندې د ۱۳۶۵ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړه شوې اوس یې کارمندان له ۱۰۵۰ مامورينو ګارګرو څخه ٦٠ تنو ته را کم شوي دي .
ځایي چارواکي وایي، چې حکومت ته یې شکایت رسولی خو لا هم په دې برخه کې کوم اقدام نه دی شوی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close