ننګرهار: شپنيو عملياتو او بمبار کې مېرمنو او کوچنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۵) د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې تېره شپه د ګډو ځواکونو په شپنيوعملياتو او بمبار کې يوځل بيا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د زاوې وډيسار مربوط د خدرخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، د چاپې عسکرو د عامو خلکو کورونه پلټلي او په يوه کور يې بمبار وکړ چې يوه مېرمن او يو عام کس پکې ووژل شول او د هغوی درې ماشومان سخت ټپيان دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکی ابراهيم وايي، بمبار د عامو خلکو په کورونو شوی چې يو کور په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

د خوږياڼيو ولسوالۍ امنیتي سرچينې وايي، په بېګانيو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي چې د عملياتو پر مهال دوه طالبان هم وژل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تر دې مخکې هم ګډو ځواکونو په سيمه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو پر لومړۍ کرښه شپني عمليات او بمبار کړي چې د طالبانو په ګډون پکې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د صفریک قطعې د خوږياڼيو ولسوالۍ د مملې په سيمه کې شپني عمليات وکړل، چې په ترڅ کې يې دوه د تیلو پمپونه وسوزول، د پمپونو دوه منشیان، څلور د سړک جوړولو کارکوونکي، درې بزګران، او دوه ډريوران يې ووژل، د مملې د بازار دوکانونه یې په بمونو والوزول چې له شلو زیات د عامو خلکو موټران پکې وسوځېدل.

که څه هم دفاع وزارت ويلي، چې ولسمشر غني د ننګرهار د يادې پېښې او د پکتيا د زرمت پېښې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اوښتو پېښې د څېړلو امر کړی خو د خوږياڼيو ځايي اوسېدونکي وايي تر اوسه د يادې پېښې د پلټنې يا څېړنې لپاره کوم پلاوی نه دی ورغلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close