ننګرهار:  شپنيو عملياتو کې ديارلس ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) تېره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي چې پر مهال يې ديارلس ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط د “مياګانو” په کلي کې شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند د عملياتو د تاييد تر څنګ ويلي، چې په يادو عملياتو کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي،د چاپې عسکرو لومړی د عامو خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي او وروسته يې ډيری کورونه پلټلي، خلک يې زورولي او وهلي دي.

سيمې ته نږدې يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سربيره بهرنيو ځواکونو هم برخه لرله چې وروسته يې د مياګانو کلي ځينې کورونه هم بمبار کړي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکی فرمان الله وايي، په بيګانيو عملياتو کې اته تنه عام ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

ويل کېږي، په وژل شويو کې درې يې د يوې کورنۍ غړي دي.

دا په تېره يوه اوونۍ کې څويم ځل عملیات دي چې د ګډو ځواکونو له لوري ترسره کېږي او پکې ملکي وګړي په نښه کېږي.

وړمه شپه د لوګر اړوند بابوس سيمه کې په شپنيو عملياتو کې يوولس ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او له هغې مخکې يې په الوزيو سيمه کې ملکيان په نښه کړي و.

همدارنګه وړمه شپه د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې د شپې عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.

دغه راز د چنګاښ د اوولسمې په شپه د خوست په باک ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ پنځه غړي چې د ځايي خلکو په وينا هيڅ يو يې وسله والو پورې اړه نه لرله د عسکرو له خوا ووژل شول.

که څه هم تېره ورځ د لوګر د بابوس او الوزيو سيمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه د کابل- ګرديز لويه لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله ويې ويل په عملياتو کې ټول ملکي وګړي وژل شوي او له حکومته يې د شپنيو عملياتو د بندېدو غوښتنه وکړه.

خو د لوګر امنيې قوماندانۍ وياند بيا وويل، په يادو عملياتو کې اوولس وسله وال وژل شوي دي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او د ځاني زيان سربيره مالي تاوانونه هم ور اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close