ننګرهار: شپنيو عملياتو کې د طالبانو د معارف مدير په ګډون شپږ ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۵)

د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې تيره شپه ګډو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال يې د ځايي خلکو په وينا د طالبانو د معارف مدير په ګډون شپږ تنه ملکي کسان پکې وژل شوي دي.

دغه عمليات ديادې ولسوالۍ مربوط د ګندمک قريې په کلالانو سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې ګډو ځواکونو د محمد حسن په نوم یو تن او د هغه دوه زامن، دوه يې د تره زامن او څو تنه نور وژل شوي چې ټول ملکي کسان دي.

ځايي سرچينې وايي، په دغه عملياتو کې د طالبانو د معارف مسؤل قاري نصرت هم وژل شوی دی خو طالبانو تر اوسه د قاري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي په دغه عملياتو کې پنځه تنه وژل شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

د ګندمک اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو د یو شمير نورو کورونو دروازې په بمونو الوزولي، عام خلک يې وهلي ډبولي او له ځينو کورونو يې قيمتي توکي او پيسې هم وړي دي.

تر اوسه په دې اړه د ننګرهار ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغان پوځ صفر یو، صفر دوه ځانګړو قطعو، افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي خو په اړه يې حکومتي مسوولين، بشري ادارې او سيمه ييزې چارواکي چوپه خوله وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close