ننګرهار: شپنيو عملياتو کې کومانډو عسکر او طالبان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۷)

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه د کومانډو شپنيو عملياتو عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه شوې چې د ځايي سرچينو په وينا دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوګياڼو ولسوالۍ يوې سيمه ييزې سرچينې رسنيو ته ويلي، کومانډو عسکرو تيره شپه د دولس بجو په شاوخوا کې په طالبانو شپني عمليات پيل کړل چې د هغوی له وسله وال مقاومت سره مخ شول.

د فتح خرکي اوسېدونکي وايي، په شپنيو عملياتو کې د اګام لپاره د طالبانو ولسوال محمود او څو تنه نور طالبان وژل شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد يواځې د درې تنو طالبانو وژل کېدل او دوو نورو ټپی کېدل تاييدوي دا يې نه دي ويلي چې په وژل شويو کې د اګام ولسوال شته که نه.

د مجاهد په وينا، د ګډو ځواکونو شپني عمليات د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي چې په ترڅ کې يې يوولس کومانډو عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

يوې دولتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې په عملياتو کې کومانډو ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې ډير کله پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي خو وخت ناوخت د طالبانو له وسله وال مقاومت سره مخ کېږي چې د طالبانو ترڅنګ پکې د شپنو عملياتو عسکر هم وژل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close