ننګرهار: شپنيو عملياتو کې کومانډو ځواک او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۶)

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو شپني عمليات کړي چې پر مهال يې طالبانو او کومانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوګياڼو سيمه ييزې سرچينې وايي، دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ د زاوې په سيمه کې د طالبانو په هغو کرښو شوي چې د داعش پرضد يې په سيمه کې فعالې ساتلې دي.

د سرچينې په وينا، د عملياتو پر مهال د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې وايي، په دغه عملياتو کې چې د زاوې په سيمه کې ترسره شوي د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان مخبيت په ګډون ديرش کسان وژل شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عمليات د طالبانو له سخت وسله وال غبرګون سره مخ شوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مجاهد په وينا، ګډو ځواکونو (په هغو مجاهدینو چې له داعشي فتنه ګرو سره په جګړه بوخت وو، چاپه وهلې، چې له سخت غبرګون سره مخامخ شولږ)

نوموړی زياتوي، په دغه نښته کې شپاړلس کومانډو عسکر وژل شوي ګڼ شمير نور ټپيان دي په وينا يې په ټوله جګړه کې يواځې درې طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان او امريکايي ځواکونه له داعش سره د طالبانو پر لومړيو کرښو شپني عمليات کوي بلکې تر دې مخکې يې هم د ننګرهار، په خوګياڼو، شيرزادو، پچيراګام او شينوارو ولسواليو کې د طالبانو او داعش پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو لومړۍ کرښې بمبار کړي دي.

د يادونې ده، چې يوه اوونۍ مخکې امريکايي ځواکونو په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې پاڅونوالو باندې هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې پنځه تنه ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

شنونکي او سياسيون وايي، چې امريکا او افغان حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې غير مستقيم ملاتړ کوي او د هغوی سيمو پراخوالي لپاره زمينه برابروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close