ننګرهار: صفر یک قطعې اووه ملکيان وژلي، يو شمير ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)

تيره شپه د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د جلال اباد ميدان هوايي صفر یک قطعې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پېښه د يادې ولسوالۍ کابل کمپ ته څېرمه په شهيدانو مينه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په عملياتو کې څوارلس کسان وژل شوي چې اووه يې د يوې کورنۍ غړي دي.

ځينو سرچينو د اوو کسانو د وژل کېدو او د نږدې لس کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د سيمې خلک وايي، وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي چې هيڅ وسله والې ډلې پورې يې اړيکې نه لرلې.

دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو د تورخم- جلال اباد لاره په اعتراضیه ډول تړلې او د شهيدو شويو کسانو جسدونه يې په لوی سړک ايښي دي.

په وژل شويو کې سپينګيري او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د صفر یک قطعې وړمه شپه هم د سراچې په عربانو کلي کې د رفيع الله په نوم يو ديني عالم او د الفلاح پوهنتون محصل په ډزو شهيد کړ.

د رفيع الله کورنۍ وايي، چې صفر یک قطعې له ماښام وروسته د هغوی کور ته داخل شول چې پر نوموړي استاد يې چې په خپل کلي کې يې د قران درس ورکاوه ډزې وکړې او وروسته يې روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.

شاوخوا درې ورځې مخکې هم د دولتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې پنځه تنه ملکي وګړي وژلي و او يو شمير نور يې ټپيان کړي و.

په وروستيو کې يو ځل بيا ګډو ځواکونو او د صفر يک قطعې عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

که څه هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې تر ډيره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي خو د بشري حقونو او ملکي وګړو د مخنیوي ادارې په خپلو مياشتنيو راپورونو کې ډير کم د بهرنيو او افغان ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې عملياتو ته ځای ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close