ننګرهار- غزني: شپنيو عملياتو کې اووه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)

تېره شپه ګډو ځواکونو په ننګرهار او غزني ولايتونو کې شپني عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ځينې کورونه ويجاړ شوي او د ځايي اوسېدونکو په وينا اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د نکړخيلو سيمې يو تن اوسېدونکی سرور وايي، بيګا شپه د چاپې عسکرو په نازيانو کلي کې عمليات ترسره کړل او د يو شمير کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې زياتوي چې عسکرو څلور عام کليوال په ډزو وژلي دي.

د سرور په وينا، درې تنو بزګرانو د شپې له خوا اوبه لګولې چې د چاپې عسکرو د ډزو هدف ګرځېدلي او يو تن چې مطيع الله نوميږي په کابل کې يې ډريوري کوله چې د چاپې عسکرو له خوا وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د چاپې عسکرو يوه کوټه نړولې اوله ځينو کورونو يې قيمتي شيان او پيسې هم وړي دي.

له بله پلوه د غزني ولايت څخه راپورونه وايي، چې تېره شپه د اندړ ولسوالۍ مربوط سيمه کې د چاپې عسکرو د “نورالمدارس” په نوم دينې مدرسې زياته برخه ويجاړه کړې، د ديني زده کړو يو شمیر زده کوونکي يې له ځان سره وړي او په دغه کلي کې يې درې تنه ملکيان وژلي دي.

خبر زياتوي، ګډو ځواکونو په خدوخيلو کلي کې بمبار کړی او د کمالخيلو بازار کې يې د عامو خلکو موټران او يو شمير دوکانونه هم سوځولي دي.

نږدې يوه اوونۍ مخکې د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په ملکي کورونو بمبار وکړ چې په ترڅ کې يې له شلو زيات ملکيان ووژل شول، له هغې وړاندې يې د خوږياڼو مربوط په مملې سيمه کې اووه ملکي وګړي وژلي و او د عامو خلکو شل موټران، د تيلو دوه پمپونه او یو شمير دوکانونو ته يې اور اچولی و.

تر اوسه په ننګرهار او غزني کې د تازه عملياتو په اړه چارواکو څه نه دي ويلي، د کندوز او ننګرهار مخکینيو بمباريو په اړه دولت ژمنه کړې وه چې پلاوی به ټاکي او د يادو بريدونو په اړه به څېړنه کوي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د نږدې لسو ورځو په تېرېدو تر اوسه یادو سيمو ته نه کوم پلاوی ورغلی او نه يې هم په اړه څېړنې شوي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل د کندوز بريد په اړه وايي، چې دا بريد د بهرنیو ځواکونو له لوري ترسره شوی او حکومت یې د څېړنې توان نه لري زياتوي د حکومت له لوري د داډول پېښو لپاره د پلاوو ټاکل یوازې د خلکو سترګو کې خاورې شيندل دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close