ننګرهار: له محبس څخه پنځه ويشت زندانيان خوشې شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۶)

د ننګرهار عدلي او قضايي مسوولين وايي، د دغه ولايت له مرکزي محبس څخه پنځه ويشت تنه زندانيان خوشې شول.

د استيناف څارنوالۍ رییس خالد احمد اوريا وايي، دا زندانيان د ولسمشر د اتمې ګڼې د فرمان پر اساس له بنده خوشې شوي دي.

په یادو زندانيانو کې دوه ميرمنې او پاتې نارينه دي چې د بند موده يې تر پنځو کلونو وه خو د بخښنې او تخفيف په پايله کې خوشې شوي دي.

د اوريا په وينا، د خوشې شوو کسانو له ډلې ډيری يې په جنايي جرمونو تورن و.

وخت ناوخت د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د هېواد له بېلابيلو زندانونو يواځې هغه بنديان خوشې کېږي چې په جنايي جرمونو ککړ وي او ډيری هغه چې په سياسي تورونو او د طالب په نوم زندان ته اچول شوي وي که مرګ حال ناروغ او یا هم کبرسن وي خو د مسوولينو له لوري ورته هيڅ پاملرنه نه کېږي.

دا مهال د ننګرهار په عمومي محبس کې ۱۷۶۱ ساتل کېږي چې له ډلې يې اووه ويشت تنه ميرمنې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close