ننګرهار: مومندره کې پر لاريونوالو چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)

څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې په لاريونوالو چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

چاودنه پر هغو لاريونوالو شوې چې په شینوارو ولسوالۍ کې د اربکي قومندانانو د ظلمونو او قتلونو پرضد يې لاریون کړی و.

شمشاد تلویزيون ته يې سرچينو ويلي، په دغه چاودنه کې له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځينو سرچينو ويلي، دغه چاودنه د يوه سرتيري بریدکوونکي له خوا چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و شوې ده.

د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار وايي په چاودنه کې درانه تلفات اوښتي خو د دقيقو شميرو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ويل کيږي، په دغه لاريون کې شاوخوا شپږ زره کسانو برخه اخيستې وه.

که څه هم د ننګرهار ولايت ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، په پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۴۲ ژوبل خو د عامې روغتيا مسوولين وايي د پېښې له ځايه نوولس جسدونه او اووه پنځوس ټپيان روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close