ننګرهار والي: د داعش او ملي اردو په درملنه کې دې توپیریز چلند نه کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱)

نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې له یوه دولتي انسیتیتوت څخه د ۴۲ نجونو په ګډون ۱۸۵ تنه روغتیایي کارمندان فارغ شول.

د ننګرهار والي چې د روغتیاپالانو د فراغت په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، د دې ولایت له ټول روغتیایي پرسونل څخه وغوښتل چې د داعشیانو او ملي اردو تر منځ دې په روغتیایي خدمتونو کې توپیر نه کوي او په وینا یې، هغه خدمات چې دولتي شفاخانې امنیتي سربازانو ته وړاندې کوي، د داعش ډلې ټپیانو ته دې هم وړاندې کړي.

والي وویل، په ننګرهار کې ۹۶ سلنه روغتیایی مرکزونه ښځینه کارمندانې لري چې د نویو فارغ شویو کسانو په راتګ سره به دا ستونزه ۱۰۰ فیصده حل شي.
نوموړي د دې ولایت پر روغتیایی پرسونل ژغ وکړ چې

“تاسو بايد بې پلوه اوسئ، د داعش، اردو، عامو خلکو او د والي د زوی په تداوۍ کې بايد فرق ونه کړئ. ټولو ته بايد يو شان خدمات وړاندې کړئ“

والي داسې مهال داعشیانو ته د دولتي امکاناتو د عرضه کولو وړاندیز کوي چې په تیرو څو اونیو کې امریکایي او افغان ځواکونو په بیلابیلو ولایتونو کې څو روغتیایي کلنیکونه په دې تور بمبار کړل چې ګواکې له خدماتو یې طالبانو ګټه اخیسته او د هغوی ټپیان او نور ناروغان په کې تر تداوۍ لاندې نیول کیدل.
باید وویل شي؛ په دې وروستیو کې د هیواد په ختیځ او یو شمیر شمالي سیمو کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي، چې د سیمې د خلکو په وینا، د دولتي او بهرنیو ځواکونو ملاتړ هم له ځانه سره لري او د جګړو په ډګرونو کې د طالب جنګیالیو پر وړاندې یې ناڅرګنده الوتکې هم حمایت کوي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close