ننګرهار ولايتي شورا: امنيت خراب، ملکي ادارې تړل شوي او د هيچا سر- مال خوندي نه دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۷)

د ننګرهار ولايتي شورا د دغه ولايت په امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې د ياد ولايت نوي لوړپوړي ملکي او نظامي چارواکي په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رئيس احمدعلي حضرت وويل، مرکزي حکومت د ننګرهار له خلکو سره غولوونکی چلند کوي په خبره يې ورځ تر بلې امنيتي وضعيت خرابيږي خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.

د دغه شورا يو بل غړی اجمل عمر وايي، د بريدونو له ويرې د دغه ولايت ټولې ملکي ادارې تړل شوي، رییسان يې په چکرونو وتلي او مامورين يې له کورونو نه راوځي.

دغه راز د يادې شورا يو شمير غړو وويل، پر ولسواليو سربيره په ښکاره ډول داعش ډله په ښار کې هم مرکزونه لري خو امنيتي مسئولين پرې سترګې پټوي.

د شورا غړی سهراب قادري وايي، داعش وسله وال په ښکاره توګه په ښار او ولسواليو کې اوسيږي، فعاليتونه کوي خو امنيتي مسئولين يې د مخنيوي هڅې نه کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهار امنيتي مسئولين د داعش ملاتړ تورنيږي بلکې تر دې مخکې په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو يو شمير استازو هم ورته ډول څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې داعش ډله د ملي امنيت او د امريکايانو له خوا تمويليږي، هغوی ته د وسلو- پيسو د ورکړې زمينه برابروي او ډير کله د طالبانو هغه جنګي کرښې د خپلو هوايي بريدونو هدف ګرځوي چې د داعش د مخنيوي لپاره په سيمه کې پراته دي.

په وروستيو کې داعش وسله والو د ننګرهار د پوهنې رياست سربيره يو شمير ملکي ادارې او ښوونځي د خپلو بريدونو هدف ګرځولي او خلکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close