ننګرهار ولايتي شورا غړی: ژر به د پاکستان قونسلګري بیرته پرانيستل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي وايي، ډير ژر به په دغه ولايت کې د پاکستان تړل شوې قونسلګري بيرته پرانيستل شي.

د ولايتي شورا غړی ناصر کاموال وايي، په دې اړه په کابل کې د پاکستان د سفارت له چارواکو او په اسلام اباد کې له افغان سفير سره خبرې شوي دي.

کاموال وويل، د پاکستان سفارت ژمنه کړې چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ به قونسلګري پرانيستل کېږي او د يوه مهالويش له مخې چې (يوه ورځ به د پکتيا خلکو ته، يوه ورځ به د خوست او پکتيکا خلکو ته او دوه ورځې به د ننګرهار خلکو ته د ويزو ورکړه په منظم شکل بيرته پيل شي.)

نوموړی وايي، په کابل کې د پاکستان سفارت له چارواکو سره په ناسته کې د قونسلګري د امنيت، اسانتياوو او د ويزو د ورکړې پر منظموالي هم خبرې شوي دي.

شاوخوا شل ورځې مخکې د پاکستان قونسلګرۍ مسوولينو ادعا وکړه چې د ننګرهار ولايتي چارواکي يې په چارو کې لاسوهنه کوي ځکه يې په موقت ډول قونسلګري وتړله خو د ننګرهار والي حیات الله حيات وايي د قونسلګرۍ په چارو کې يې مداخله نه ده کړې او يواځې د ويزو د ورکړې برخه کې د فساد له کبله يې اقدامات کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close